په افغانستان کې د فساد د زیاتېدا په اړه اندېښنه
د فساد پرضد د فیسبوک پاڼې د فساد پرضد د فیسبوک پاڼې


افغان حکومت سره له دې، چې له نړیوالو سره په وار وار په ځانګړي ډول په توکیو کنفرانس کې له فساد سره د مبارزې او د ښې حکومتولۍ ژمنې وکړې؛ خو لا هم حکومت خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

د فساد پرضد ـ ضد فساد فیسبوک پاڼه، چې له فساد سره د مبارزې په موخه د یوه پراخې ډلې له لوري رامنځته شوې، په دې اند ده چې لا هم په حکومت کې له فساد سره د مبارزې لپاره انګېزه نشته.

موږ په دې باور یو، چې تر اوسه له فساد سره مبارزه جدي نه ده نیول شوې او له نړیوالو سره شوې ژمنې تش په کاغذ پاتې دي.

تېرکال افغانستان په نړۍ کې د فساد له اړخه دویم ځای خپل کړی و، خو اوس د شفافیت نړیوال سازمان ( ټرانسپرنسي انټرنیشنل ) په خپل رپوټ کې افغانستان د سومالیه او شمالي کوریا تر څنګ د فساد له اړخه په لومړي کتار کې راوستی دی.

په داسې حال کې چې له یوې خوا نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي او له بلې خوا په حکومت کې له فساد سره د مبارزې اراده نشته نو د وضعیت د خرابېدو او نړیوالو مرستو د بندېدو لپاره موږ جدي اندېښنه لرو.

په کار ده، چې حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره شوې ژمنې عملي کړي.

همدارنګه نړیواله ټولنه هم مسووله ده چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې له حکومت نه د شويو ژمنو عملي کېدل وغواړي او ترېنه څارنه وکړي.

 

د فساد پر ضد ـ ضد فساد فیسبوک پاڼه له فساد سره د مبارزې په موخه د یوشمېر روڼ اندو، د پوهنتون استادانو، محصلینونو، خبریالانو او نورو کسانو په مرسته رامنځته شوې، چې موخه یې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه او دې مبارزې ته د حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې هڅول دي.


 

 

 


نگرانی صفحه¬ی فیس بوک ( د فساد پر ضد – ضد فساد ) در مورد افزایش فساد در افغانستان

با وجود این که حکومت افغانستان بارها به جامعه جهانی وعده سپرده که با فساد اداری مبارزه جدی می نماید و این وعده جهت بدست آوردن کمک های بشتر جامعه¬ی جهانی در کنفرانس توکیو تکرار گردید؛ اما تا کنون به وعده های خود عمل نه نموده است.

صفحه¬ی فیس بوک (د فساد پر ضد – ضد فساد) که به منظور مبارزه با فساد از طرف گروه بزرگی به راه انداخته شده، به این باور است که تا کنون اراده¬ی مبارزه علیه فساد در حکومت و در مجموع در دولت افغانستان وجود ندارد.

ما به این باور هستیم که تا کنون مسئله فساد اداری جدی گرفته نه شده است و وعده های سپرده شده به جامعه جهانی فقط و فقط به روی کاغذ باقی مانده است.

سال گذشته افغانستان از حیث فساد در جهان جایگاه دوم را اختیار نموده بود؛ اما اکنون بنابر گزارش سازمان جهانی شفافیت افغانستان در کنار سومالیا و کوریای شمالی در جایگاه نخست قرار دارند.

در حالی¬که از یک سو نیرو های خارجی در حال خارج شدن از کشور هستند او از سوی دیگر حکومت جهت مبارزه با فساد اراده¬ی جدی ندارد؛ بنأً از بد تر شدن وضعیت کشور و قطع کمک¬¬های جهانی شدیداً نگران هستیم.

ضرور است که حکومت افغانستان به وعده های سپرده شده¬ی خود به جامعه جهانی؛ مبنی بر مبارزه با فساد عمل نماید.

همچنین جامعه¬ی جهانی نیز مسوول است تا خواستار عملی شدن وعده های حکومت شود و در این میان نظارت جدی خود را داشته باشد.

صفحه¬ی فیس بوک (د فساد پر ضد - ضد فساد) به منظور مبارزه با فساد به کمک گروهی از روشنفکران، استادان پوهنتون، محصلین، خبرنگاران و عده¬ی دیگر به راه انداخته شده است که هدف اساسی آن مبارزه با فساد در کشور و تشویق حکومت، مردم و جامعه¬ی جهانی به این مبارزه می باشد.


December 6th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها